

ذاکر حماس
هره ورځ د یوه لمرمخي د دیدن کرم کمېږي
"هره شپه مې د زړه زخم لکه نوې میاشت زیاتېږي"※
حوصلو! حوصله وکړئ د وختونو بې وختۍ ته
بې کسیو ته مو پام دی چې لښکر لښکر تېرېږي
د مصرعیو په کوڅو کې یا د ښکلیو په کمڅو کې
باهنره ارواګانې هم بل چېرته قرارېږي؟
د ماهي په څېر پټ نه شوم د اورونو له زخمونو
څه که ستنې مې په تن کې د اوبو په څېر بهېږي
دا ګلونه د بهار دي او که ستا بویونه ګل شول
یا هم څاڅکي ستا د وینو لا په لارو زرغونېږي
یوه نیمه شپه لمر څه چې د څراغ ارمان هم وکړم
دومره توره تنهایي وي چې خپل سیوری رایادېږي
د انګور په سیه مستو لارو هم سر شوم حماسه
سر تر پایه شوم تڼاکې بیا هم تنده نۀ ماتېږي
د ناصر علي سرهندي مصرعه ده: "هر شب افزون میشود چون* ماه نو زخم دلم"