...

ذاکر حماس

آواره یو له آشیانو

رحم وکړئ صیادانو

نم مو چېرته لاړ له سترګو؟ 

هوا ګرد شوئ خاکسارانو

د زاهد تزویر دې مات کړ

که پېښې کړې د رندانو!؟

هر نظر نقاب اغوستی

اوس به څه کوئ عریانو؟

که په بل جنم کې راغلو

زه به تېږه وم یارانو!

چې قاضیان مو قاتلان شول

ګنډئ شونډې دادخواهانو!

صهبایي سترګې رااوړي

ځان خالي کړئ سرشارانو

آیینې بې‌آبرو شوي

بې تمثاله شئ حېرانو!

ګمراهي طی کړه حماسه!

تقلید،لاره د طفلانو