

ذاکر حماس
نۀ پېچم خبرې د دستار غوندې
تار تار شې واعظه د ستار غوندې
رنګ مې تښتېدلی نرګسي ګوټ ته
خوند د خولې مې بد دی د بیمار غوندې
څومره تش لاسونه مې په سر پراته
هسې نۀ اور واخلم د چنار غوندې
زه د خزانونو میین شوی یم
ځکه مې زړه شین شو د بهار غوندې
پښه دې که په خټو کې ده څه پروا؟
رقص کړه په یوه پښه د پرکار غوندې
خولۀ به یې د ګور چینجي ور وګنډي
ژوند دې ارګمي کړي د خمار غوندې
عشقه! ځان جماله آیینه شولې
خود به دې نازونه وړم د یار غوندې
ښکلیه! تنهایي مې بېنمکه وه
شور دې ورته راوړلو د ښار غوندې
وېشي شمعرنګه انګوري ګداز
یو حماس فطرت لري سرشار غوندې