

ذاکر حماس
ښکلیه! عشق په ځان کې حل کړه که کېدای شي
ځان زما له لوري ښکل کړه که کیدای شي
شي دې هر موسمفطرتهنظر مړاوی
په دوو سترګو کې مې ګل کړه که کېدای شي
ما له تلونکو سره ګام په ګام روان کړه
ما ترې پاتې پل په پل کړه که کېدای شي
زه په هر حد کې بېحده پرېشان شوم
هر منزل راته مزل کړه که کېدای شي
لاړې، زړه او ذهن خپلو تیارو یوړل
راشه، یو له بل یې بل کړه که کېدای شي
سلوربلهاضطراب درسره مل کړه
بیا تخلیق ترې یو غزل کړه که کېدای شي
ممکنات، ناممکنات نه شول حماسه!
بدل شوی ځان بدل کړه که کېدای شي