

ذاکر حماس
حریفان دې چړپوي جام
زه مخمور لکه خالي جام
ما بوی کړي خولې د ولونو
لري هره پرېشاني جام
تمېزیت یې بېآبي ده
آیینې ته حېراني، جام
رنګرمۍ یې رامې نه کړې
خزان نوش کړ د سپرلي جام
حسوم د سپوږمۍ تشه
آسمان ډک کړ هلالي جام
بیابان رقصول غواړي
چا غوښتلی ګردبادي جام؟!
د زاهد سر سلامت دی
رند له کاڼي سازوي جام
ستا د سترګو یاد میلمه شو
هر نظر مې سرشاري جام
د حماس دور تڼاکې
په لاسونو نقشوي جام