

ذاکر حماس
نکهتونه ورپسې د ګلابي زړۀ
کوم سپرلي پسې شین شوی د سپرلي زړۀ؟!
که زنځیر د رمېدونکو سترګو نۀ وای
ما به څه کول په دغه لېوني زړۀ؟
نن سبا کوم مضطربشور هجوم کاندي
بېنیازهخاموشي مې درزوي زړۀ
زه یو ښکلي ته روان، احساسومه
چې تمام تن مې په خپله غېږ کې وړي زړۀ
مرګ پر ټولو سودایيریاضتونو
یعنې دا چې یوو ژوندي په حسابي زړۀ
زه د اوښکو له وروستي ګامه پوهېږم
چې په کوم حسرت کې خپل ځان څڅوي زړۀ
له سنګینستم پناه غواړم حماسه!
شپه او ورځ کړي لېوهرنګه اسویلي زړۀ