

ذاکر حماس
باده رنګه سرابي ګوټونه ډېر دي
تر سیندونو هم بهاند اورونه ډېر دي
پوهېدم چې نن به وي، سبا به نۀ وي
له ملګرو مې تنها عکسونه ډېر دي
ما د هرې لارې ګرد له ځان څنډلی
اوس په هره لار زما پلَونه ډېر دي
مقصد چېرته چې په ټولو ژوندون بار دی
زه ډاډه یمه چې هلته خرونه ډېر دي
توربختیو مېلمنې شپې دي راوړي
ستوریو! ستاسو نه زموږ زخمونه ډېر دي
که وي کومه افسانه نیمګړې پاتې
لا تر اوسه د پښتون سرونه ډېر دي
ستا د زلفو د کوڅو وږم رانغی
که په لاس کې مې مشکین لړونه ډېر دي
ما ته مرگ هم لکه ژوند د نفرت وړ دی
ما لږ پرېږده مرګاشنا ویرونه ډېر دي
حریفان دې د سکوت توطیې پالي
د حماس د هنریت بریدونه ډېر دي