...

ذاکر حماس

ځان‌ګدازۍ هم پروانې زېږوي

بربادانجامه‌فاصلې زېږوي

له یاربایلنې‌وېرې غواړم پناه

ځکه چې وېرې حادثې زېږوي

د حقیقت په عنقایي‌وسعت کې

بس افسانې دي، افسانې زېږوي

له ځان‌لیدونکي‌نازه وڅڅیدم

اوس مې خیالونه آیینې زېږوي

خپلو ځلاندوبلندیو غرق کړل

همدا لمرونه دي تیارې زېږوي

په چا کې ځان او لاځاني لټوو

رب‌دوزخي ده بدرګې زېږوي

وزرپالونکې‌رهایي چېرته ده

مرغان مرغان نۀ، آشیانې زېږوي

بیا د کوم تېغ د آب‌جوشۍ لپاره؟

زموږ زخمونه سرې لمبې زېږوي

زه ګردکمینه‌مرحلې پاروم

حماسه! هر ګام مې څپې زېږوي