...

ذاکر حماس

ژوند، نامرداندازه‌ عاطفې کوي
سل‌کمینه‌غم په زړه حملې کوي
تم شوم د بې‌ګامه قافلو په لار
هر نفس د یوې ورکې پېښې کوي
ځلنده‌ لوړتیا به ارام درنۀ‌کړي
لمر هم په ځان‌داغه‌ بستر شپې کوي
چا بدلون‌ ارزښته‌ شور ایجاد نۀکړ
هر ارزښت بدلون ته ولولې کوي
ګل شه د آسمان کرم‌نما ستم
مونږه ته اوبه هم سرې لمبې کوي
حسن د خوني‌قدرت زوال نۀشو
عشق لکه بې‌کسه څوک ګیلې کوي
څه برباد کفریو کړ آباد حماس
اوس لکه د یار زلفې سجدې کوي