

امیر حمزہ شینواری
پرې مې ږده واعظه يم د يار په انتظار کې ناست
بس خو تصور مې دی د سترګو په خمار کې ناست
سر که وي په نېغه مطمين چې نه وي تلی نه شي
کړي تپوس د لارې که هر څو وي څوک په لار کې ناست
ځار شمه له ميو چې خمار د ډب لرې کا
دی چې درندانو سره شېخ په یو لطار کې ناست
شېخه طعن پرېږده څه مسجد لره خپل کار کوه
وي د ټولې شپې به رندان هم د چا په کار کې ناست
زه لکه نظر چې په ککۍ کې ټېکېدای نه شي
راغلمه دباندې څه پکار چې وم په غار کې ناست
څو ځله د خپل حقيقتونو د کاروان سره
راغلمه دې سرای ته و به بل زما په وار کې ناست
پوهه زه حمزه يم خو فريب د عشق په څه کړمه
ورشم خو پخوا زما له سوال وي په انکار کې ناست