...

امیر حمزہ شینواری

راغلو ګله راغلو د ګرېوان د څيرولو وخت

دی په پسرلي کې د بهر د راوتلو وخت

جام په لاس کې پور ته کړه ساقي چې لاله ګل شوله

دی د زړه په داغ مې ایله نن د ځلېدلو وخت

غونجه د کلي غوندې پېغلو کې ولې ناسته يې

دی لکه د ګل د غوړېدلو خندېدلو وخت

وابه وړي د لاس نه مې پياله رانه کږه شوله

اې نرګسي سترګو، نه دی دا په ترځ کتلو وخت

زور کې مې کشي ده چې له څنګه مې جدا نه شې

ښکاري چې راتلونی دی زما دغورځېدلو وخت

وايم د سپوږمۍ د پلوشو تارونه وغړم

را چې غلو په ټال د بې غمۍ د زنګېدلو وخت

که د زمري غوندې چې خوی د هندکۍ وانخلې

را مه شه په پېغله پښتنه د شرمېدلو وخت