

امیر حمزہ شینواری
ښه به وي له دې چې خوی د سپي وکا
نه ښايي پښتون چې بې پتي وکا
کله داسې وي چې بې سببه هم
زړه مې یو ناڅاپه خوشحالي وکا
نن د رقيب څنګه تندی روڼ وينم
چا به وې چې خوی به د سړي وکا؟
بيا هم هغه سترګې پښتني خو دي
و خو کړي نظر، که سرسري وکا
پام په هوسۍ سترګو يې غلط نه شې
ګواښ به په يورپ کې د زمري وکا
دا مې څه اميد له هغه ګله و
خوی به په خندا کې د اغزي وکا
نور د پښتو غم چې حمزه ونه کړې
پس د تا نه غم به يې زلمي وکا