...

فرید باراني

لامکان

ما خو ویل د پیوندونو په تار

په اسمانو کې تړل کېږي زما او ستا د روح د هیلو ناسپړلې غوټې

نور به زما اوستا سپېڅلې حجرې

د یوه روح له نوره ساه اخلي

نور به موږ نه بېلېږو

نور به موږ ژوند کړو د زمان تر لامکانه پورې

۳/ ۶/ ۱۳۸۹- هرات، د حاجي عباس کلی