فرید باراني
کله چې شپه شي
کله چې شپه شي
شپه پخه شي
زما شپږ حواسه
ستا بې نظیره او ښاغلی تصویر
زما د ذهن له شکېدلي جیبه ورو کاږي
ورسره پیل کړي د عشق او محبت خبرې
نور مې نظر
د خونې هره خوا کې خپور په دېوالونو ستا د جسم تصویرونه کاږي
کله چې شپه شي؛
کله چې شپه شي،
ښه درنه شي،
زما نظر د شعري کرښو تباشیر په لاس کې
ستا تصویرونو ته ښکلا ورکړي
کله چې شپه درنه شي
د تصویرونو د ښکلا مرحلې
د نوراني منشور د اوج ټکي ته ورسېږي
نور دې د ښکلي تصویر
ښکلي سپېڅلي روح ته ووایمه :
« زما د زړه اغلې
د خدای پامان
زه نور ویدېږم، ماته خوب راځي
زه نور ویدېږم ماته خوب راځي »
۲/ ۶/ ۱۳۸۹- هرات، د حاجي عباس کلی