...

فرید باراني

رود

زړه مې تنها دی لکه رود د دو ډبرینو تورو غرونو تر منځ

چاپېره شوی یمه

خپلو څپو کې راتاوېږمه ارام نه لرم

آخر به مړ شمه او ختم به شم

آخر به دغو څپو

زما د زړه ساحل له ځان سره په سیل وړی وي

آخر به داسې یو ځای ورسېږم

چې د نیستۍ اثر به هم له مانه پاتې نه شي

د اسمان خوله به وازه پاتې وي باران به نه وي

او زه به داسې ورک شم

چې زما نوم به هم په خوله څوک اخیستلی نشي

زړه مې تنها دی لکه رود د دوو ډبرینو تورو غرونو تر منځ

چاپېره شوی یمه