...

فرید باراني

ژړا

بس که، نور مه ژاړه په مینه راته پاس وګوره

چې ژوند ناکامه ستا د سترګو د ژړلو څه چې

د یوې اوښکې د لوېدو لیاقت هم نه لري

بس که، نور مه ژاړه

چې زړه مې ستا د اوښکو څه چې

زموږ د کور د جویچې د اوبو

د بهېدلو طاقت هم نه لري

ستا دې په یاد وي چې زمان به ډېر ژر

خپلو رنګونو سره

بې اجازې زموږ د کور د ننه سر ووهي

زموږ په سرونو او مخونو به د واورو بارانونه وکړي

بیا به وړو په څېر په وړانګو په رنګونو خوښ یو

بس که، نور مه ژاړه په مینه راته پاس وګوره

چې ژوند ناکامه ستا د سترګو د ژړلو څه چې

د یوې اوښکې د توېولو لیاقت نه لري

۱۵/ ۷/ ۱۳۸۹ - صفا راډيو، جلال اباد