...

فرید باراني

ته چې خفه شې

ته چې خفه شې

زما په سر په اسمانونو باندې وريځې راشي

د غورغوري بابا غږونه ځمکه ولړزوي

او الماسک ورېځې ماتې کړي باران په خاطر

فلک ر قهر بارانونه راته واوروي

زه په دفتر کې د باران د درېدو په خاطر ودرېږم

پینځه شي،شپږ شي بجې واوړي له اتو نه واوړي

د کړکۍ شاته

زه ستومان بې ارادې ولاړ یم

نور مې د زړه حوصله ختمه شي او ستړی شمه

په څوکۍ کېنمه قلم او کتابچې راواخلم

او درته ولیکمه :

« ته چې خفه شې

زما په سر په اسمانونو باندې ورېځې راشي

د غورغوري بابا غږونه ځمکه ولړزوي

او الماسک ورېځې ماتې کړي باران په خاطر

فلک د قهر بارانونه راته واوروي

زه په دفتر کې د باران د درېدو په خاطر ودرېږم

پنځه شي، شپږ شي بجې واوړي له اتو نه واوړي »

دفتر مې وتړم د کور په لوري سر ووهم

د هر قدم سره برېشانه اهسته اهسته ووایمه :

«ته چې خفه شې

زما په سر په اسمانو باندې ورېځه راشي

د غورغوري بابا غږونه ځمکه ولړزوي

او الماسک ورېځې ماتې کړي باران په خاطر

فلک د قهر بارانونه په ما واوروي »

۴ لیندۍ/ ۱۳۸۹ - صفا راډیو، جلال اباد