فرید باراني
د ستورو په کوڅو کې
شپه ده تیاره ده
د پسرلي خوږه نغمه خوره ده
او د اسمان له نوره ګڼو ستورو
د شپې سینه ده سینګار کړې د یزدان لپاره
ستا رهنورد ستا بې چاره ستا خدای وهلی نوښت
او ورسره هغه وچ شوی فکر
غټه لکڼه په لاس
پښې یې دواړه بډ وهلې
کوز او پاس
د ښکلو ستورو مینځ کې
هره کوڅه کې لټوي ستا د یادونو شېبې
د تېرې مینې د وختونو شېبې
یو من تشویش په سر کې
دوه کوټې غم په زړه کې
او یوه ځمکه امېدونه د روح
د سپینو ستورو په کوڅه کې دې ورو - ورو لټوم
نور دې پیدا نه کړمه
لکه چوپان د ښکلو ستورو په کوڅه کې یوه چیغه وکړم
« های ښکلو ستورو د یزدان لپاره
زما د درد زما د ځان لپاره
زما یادونه راکړئ»
زما د غږ له ازانګو نه بل څوک غږ ونه کړي
چوپه چوپتیا خوره وي
یو څو لحظې حیران ولاړ او ورپسې یو څو لحظې د تنهایۍ احساس
او وروسته شل شمه او ستړی شمه
او سړې اوښکې مې له فکره توی شي
ستونی مې وچ شي له غرېوه ډک شي
او په غرېو کې یو ځل بیا چیغه کړم
« های ښکلو ستورو د یزدان لپاره
زما د درد زما د ځان لپاره
ما ته زما ښکلي یادونه راکړئ!»
۲۷/ لیندۍ/ ۱۳۸۹ - صفا راډیو، جلال اباد