...

فرید باراني

آخر ته لکه راځې؟

آخر ته کله راځې

هر تور ماښام

خواږه يادونه دې

په پټه پټه

د دېواله له سره سر ووهي

او د څپو غوندې را واوريږي

زما د خوار زړګي په وچه دښته لارې وکړي

آخر ته کله راځې؟

آخر ته ولې يوه ورځ خپل د يادونو پر ځای

زموږ د کور په کوڅه سر نه وهې

آخر ته ولې؟

په کوم جرم؟

او د څه لپاره؟

۱۳۸۹- ليندۍ- ۲۷ صفا راډيو جلال اباد