فرید باراني
يو وویشتم قرن
چا راته وې چې په شعرونو دې عام نه پوهیږي
ما ورته وې چې عام دې خدای پوه کړي
زه خو د عام لپاره شعر نه ليکم
پرېږدئ چط فکر وکړي
دوی د زمان په نو او سپينو پردو څه وکړله
چې زما په شعر يې وکړي؟.
پرېږدئ راوپاريږي
پرېږدئ خوځښت وکړي نوښت راولي
زموږه خوا ته راستانه شي
لاس په لاس
غاړه په غاړه
د يوويتم قرن ډېوه بله کړو
او ور پسې تصميم تصوير کړو او هدف وټاکو
د تصميمونو په څېر
د آرمانونو ښکلی ستوری په سينه وولو
او د ساعت د ټيک و ټاک په دواړو ستنو قدمونه کېږدو
سات ته اوږه ورکړو په وخت سباره شو
او د راتلونکې په لور وخوځېږو
۱۳۸۹-۷-۱۳ صفا راډيو، جلال اباد