فرید باراني
غزل
پکار ده چې د غرونو سره سر وجنګوو
په کار د محبت کې مال او زر وجنګوو
په ښکلو غټو سترګو مخامخ راته ولاړه
بس ژاړي چې د دوو سترګو نئر وجنګوو
د ډېرې مينې پايله شوه همدا چې اوس مې وژني
مجبور چې د دې زوی سره آذر وجنګوو
پښه به يې شي ما ته او په سترګو به يې شپه شي
د زړه سره که کله د زړه سر و جنګوو
که بله لار نه وه د دردو د رغېدلو
پرهر به له پرهره سر په سر وجنګوو
نوښت اوس په یو داسې لېونۍ حلقه کې ښکېل دی
چې ښکلو ته هم وايي راشئ سر وجنګوو
۱۳۸۹-۷-۱۳ صفا راډيو، جلال اباد