فرید باراني
د چپې اوږې د ملايکې خون په غاړه اخلم
اور مې واخیست
د تنهايي له غمه مړ به شمه
نور نو يوه شېبه هم
د انتظار په بې ضميرې اوښې نه سپرېږم
صبر او زغم خوب س همدومره وو، په ما چې تېر شول
غم خو همدومره ؤ چې ما وخوړو
وخت خو همدومره ؤ چې ما ضایع کړ
ځم د دښتونو په لور
د لېونيو غوندې بيا نه راځم
ځکه احسان د چا منلی نشم
حتی د ځمکې احسان
نور به زما د قدم نښې د نړۍ په مخه ونه وينې
ځم د پرواز لپاره
د خپلې چپې اوږې
د ملايکې خون په غاړه اخلم
بال يې ترې اخلمه پرواز کوم
نور د دې ښار له خلکو کرکه لرم
د دغه ښار خلک نوښت نه لري
نور د دې خلکو تکراري څطرو ته ځان نه ښيم
۱۳۸۹-۷-۱۲ صفا راډيو جلال اباد