...

فرید باراني

امانت

کله چې شپه شوله د نور او ملايکو په څېر

زما په خوب کې زما په خيال کې راشه

زما د سينې ها مسافر تښتول شوی زړګی

ها لېونی او د هجران لمبو سېځلی زړګی

يو ځلې بيا راوله

چې د يادونو سمندر يې خپل په اوښکو ګډ کړم

اخ، ترېنه وګرځمه

لکه زما مور چې له سفر نه وروسته

کلک مې په غېږ کې نیسي

چې يې په مخ او هم په سترګو مچ کړم

ما ته مې زړه ما ته مې مينه راکړه

ما ته مې حق راکړه چې حق راکړي

يو ځلې بيا را ستون شه

ما ته زما د ژوندون

هغه رهبر بيرته راوګرځوه

چې تا زما نه امانت وړی ؤ