...

فرید باراني

لېونتوب

خدايه قسم خورم ستا په ذات چې لېونتوب ته

له انسانيت او سکونت څخه ترجيح ورکوم

کاشکې دغه خلک په هغه څه چې

زما زړګی يې غواړي وپوهيږي

خدايّ زه نور انسانيت ته غاړه نه ټيټوم

خدايه رښتيا وايمه

زړګی مې غواړي

چې د انسان له غېږې هومره لرې وتښتمه

چې نور تر مرګه د اسنان په نوم څوک ونه وينم

خدايه رښتيا وايمه زړه مې غواړي

په هسې لاره باندې

د لومړي ځل لپاره پلونه کېږدم

چې حتا يو بني آدم هم پرې ورغلی نه وي

هسې يو ځای

چې د قدرت له لوري

زما د نور زړه آرامښت وويني

عقل مې څو شېبې ويده شي د بوختيا لپاره

هلته مې ونیسه څښتنه

هلته مې جګ کړه د اسمان په لوري، ومې څنډه

چې مې د زړه د کرکو تورې ليکې

له زړګي پاکې شي

چې ټوله نور شم

او د آسمان په لمن وځلېږم

يوه شېبه هم آرامش نه لرم

او زړه خو نه دی د ګبرز زوی لکه بد خویه ماشوم

هر ماښامي رانه د سپينو وړانګو

او د رڼا له تيو

سپينې يدې غواړي په چيغو چيغو

للو للو او ترانې غواړي د چا په ژبه

آخر زه څه وکړمه؟

په کومو سترګو او په کومو شيدو

تا د بل چا په غېږ کې واچوم را لوی دې کړمه؟

آخر دا ستا د آرمانونو کيسه چا ته وکړم؟

کاشکې د نورو خلکو زړونه کټ مټ ستا په څېر وای

خپله پوهېږې خلک دومره بد دي

چې د خپل ځان ټوله بدي په زمانې اچوي

هو زمانه خرابه شوې ده تغيير يې کړی

خو خلک پاتې دي ثابت د شپو او ورځو په څېر

۱۳۸۹-۱۰-۵ صفا راډيو جلال آباد