فرید باراني
موږه په يو بل باندې څومره ګران یو؟
زما او ستا ښاغلي، ښکلی او سبېڅلي زړونه
لکه د زړونو د مالک د مخ نور
هسې سپېڅلي او پثرېولي دي خدای
له شيطاني وسواسو
هسې څنډلي دي خدای
موږ څومره ګران يو
يو او ل ته څومره خوند ورکوو
ما خو ويل چې زه به تا ته دومره ګران نه یمه
خو هغه ورځ چط مې د ځآن په اړه
ستا د ګرانښت او ازمايښت لپراه
د مرګ خبره وکړه
نو هلته وپوهېدم
چې ستا د ښکلي او سپيڅلي زړګي
هغه سپېڅلی نور
چې ما او تا به يې تر چتر لاندې
خپل د ګرانښت ښکلی اظهار توياوه
کم شو را کم شو اوو همداسې ګل شو
در پسې چيغې مې کړې: ودرېږه!
لاړې له درده دې هيڅ هم ونه وې
زه هلته وپوهېدم
چې زموږ مينه اندازه نه لري
او زموږ زړونه دي
د کوچنيو ماشومانو په څېر
زه هلته وپوهېدم
چې موږه يو او بل ته څومره ګران يو
خو موږه نه پوهېدو
۱۳۸۹-۱۰-۶ صفا راډيو، جلال آباد