...

فرید باراني

هو خدای خو شته

موږه په مينه کې د ستورو په شان

پرېږدئ چې وځلېږو

موږ څومره ښه، څومره خواږه يو خدایه

چې تورو وريځو د آمسان لمنه توره کړله

لمر هم له سترګو پټ شو

خو مګر تا ولیدل

چې په دې ښار کې ټولو خلکو بس همدا ويله:

هو خدای خو شته

هغه دوه ستوری ځلېدل خلېدل

...


کله چې شپه شي

ښې ډېرې تورې څېرې

راشي

زما د زړه و لوري ته

غټې درنې بوجۍ په شا

بې اجازې مې د زړګي و کور ته ننوځي

هره څېره خپل د بوجۍ خوله په خپل خوله خلاصه کړي

بيا يې زما د زړه په سر خالي کړي

تورې سکې مې د زړګي سترګې را پټې کاندي

هرې سکې ته ليکل شوي وي د غم نومونه

زما هېواد

زما راتلونکې

زما بې سواده خلک

زما مور او پلار

زما آغلې خويندې

ستا اندېښنې

زما خاطر

زما د وطن د اوبو وړی نظام

زما دنيا او آخرت

او زه تنها یم تنها

د يوه زړه سره په ورکو لارو

د اندېښنو په کليو ګډ

او بله خوا

د خلکو حق او ستا بې صبره انتظار زه د زمان د څلور لارې پهسر

لکه خپل زړه تنها پرېښودی یمه

۱۳۸۹-۱۰-۱۰ صفا راډيو، جلال اباد

...


اخ! بهانه مې وکړه

زما د زړه په پاکه مينه

د هوس رنګ وپاشه

ما لېوني ته يې له لارې سودايي وويل

دا خو منم چې لېونی يمه په سد نه يمه

دا سودايي خو پسې پرېږده دا خو وم چې يمه

خو په همدومره لېونتوب کې بیا هم

په احساساتو کې تصمية نه نیسم

او د يو چا په پاکه مينه باندې

د هوس رنګ نه پاشم

۱۳۸۹-۱۰-۷ جلال آباد