...

فرید باراني

لاس مې ونیسه

ارمانه پورته مې کړه

ما مې د مينې تر منزله پورې ورسوه

چې دا ژوندون لکه د غرونو غوندې

له ځايه نه ښوريږي

نور مې د زړه د مايوسۍ په لمن اور واچوه

راشه زما د وجود

د سرو رګو هره کوڅه کې راته کور واچوه

آرمانه جګ شه

لاس مې ونيسه

چې ستړی یمه