...

فرید باراني

کله چې تلې له دغه ښاره څخه

هر څه لرم

غرونه

سپوږمۍ

ستوري

آسمان مې

ټول تر شا ولاړ دي

ښکلي ملګري د شيدو له رنګه

کار حوصله هر دواړه

د خپل ګراف په طويل موج کې اهتزاز جوړوي

سهار عادي پيليږي

د هرې ورځې په شان

ماښام تيريږي مصروفيت خلاصیږي

بس دوه څيزونه دي چې زړه مې ژړوي وېروي

شپې او يادونه دې تر مرګه رسولې يمه

د خپل وجدان نه يې شړلی یمه

په کومو سترګو باندې خوب وکړمه؟

نه راځي خوب نه راځي

آخر يادونه دي، خو

لکه د بل وطن راغلي مسافر افغانان

چې نانوايي ته په نوبت وي ولاړ

هسې يو يو په دردوونکو څېرو

زما د ذهن په کوڅو کې پرېشانه ګرځي

ولې دې دا يتيمان يونه وړل له ځان سره

کله چې تلې له دغه ښاره څخه

۱۳۸۹-۱۰-۱۴ جلال اباد