...

فرید باراني

آه، ته به کله راځې؟

خواږه يادونه دې زما ذهن کې لارې وکړي

وروسته په غم بدل ي

غم را ولاړ شي

او د صبر د کور

سپينې کړکۍ په تورو تيږو ولي

او وروسته وڅڅيږي

اوښکې

له دواړو سترګو لارې وکړي

آه، ته به کله راځې؟

هره شېبه دې د راتلو انتظار

ځان نه قصاب جوړوي

ځوړندوي مې پاس له ونط څخه

زما د آرمان په غاړه

تېره چاړه تېروي

آه ته به کله راځې؟