فرید باراني
نه
نه نه
دنيا ظالمه ده
د تېښتې لاره نه خپلوو
پرېږده همداسې ښه يو
په دې وطن کې يو او بل ته رسېدل جرم دی
مينه سور کفر دی
او مينه کول
بس خو د وينې تويول دي ګرانې!
پرېږده همداسې ښه يو
موږه دې کړې مينې
احساس وژلی نشو
بس هر سهار به د ګلانو تر څنګ
ته په خپل کور او زه په خپل کور کې
څو شطبې دواړه کطنو
په خپلو اوښکو به
وينځو
خپل د يادونو کلی
او بس همدا به وايو:
خاورې خاورې دا ژوندون شه
مسافرې شه دا هيلې
د کاغذ په ان ايره شوو
او د شمعې په څېر ويلې
۱۳۸۹-۱۰-۱۶ صفا راډيو، جلال آباد