فرید باراني
د وطن راتلونکې
پته يې نشته چې ژوندون به خپل په کومو لاسو
موږ کومې خوا ته يوسي؟
معلومه نه ده
چې قسمت به مو له کومې کندې
نه لاندې وغورځوي
هسې ناکامو اندېښنو لره مو غاړې ايښې
زه دا منم
دې وړو هيلو ته به ټول ورسي
خو زه د دې وطن راتلونکي لره خوب وړی یم.