...

فرید باراني

نوښت

خلک خو وايي چې نوښت لېونی شوی به وي!

لېونی شوی نه یم

د زړګي درد لرم

هماغسې درد

چې لکه سپی راته حملې غورځوي

پرون يې داړې سپينې کړې وې، نن خوله اچوي

سبا نو خدای ته پته

زه خو به مړ يم

د قفس دننه

زما د زړه د آرمانونو سرنوشت به څه وي؟

۱۳۸۹-۷-۱۳ د صفا راډيو، جلال اباد