...

فرید باراني

خواهشات

څومره بې ځايه خواهشات

څومره بې ځايه هيلې

چې هر ارمان مې د ممکن او ناممکن د سره سرحد په غاړه

په سيم خارونو کې تړلی دی ترې ويني څاڅي

سره له دې

زړه دې په تیاره شپه کې غواړي را نه

آه،

ګرانې زه چېرې

او ته چېرې يې

سل زره ګامه د اورګاډي مزل

څومره بې ځايه خواهشات

څومره بې ځايه هيلې

آخر د څه لپاره؟

په تنهايۍ دې خدای کوټه ړنګه کړي

په بېلتانه دې خدای قيامت راولي

چې د اروا په کشمکش کې یط زه

د لېونتوب له سرحدونو تېر کړم

خدايّ په ما باندې لږ ورحمېږه

خدای مکه کړه زما نه به يو داسې عمل سر ووهي

چې زه به هم ورته حيران پاتې شم

خدایه په ما باندې لږ ورحمېه

لږ مې په غېږ کې ټينګ کړه

چې زړه مې کاملاً تنها دی

لکه رود دوو ډبرينو تورو غرونو منځ کې

د ماشومانو په څېر

سترګې مو بندې او غوږونه کاڼه

او د مسير د هدف پړی مو د بل په لاس کې

زه د ناکامه تصور په لوري

هوښيار شراب د کاغذونو څښي

او لطوونی خو څوک د ښار نږدې ته هم نه پريږدي

عام خو د علم د استاد سره په جنګ اخته دي

ځوان د ښکلا او موسيقۍ په سيلابونو کې ډوب

او زوړ خو هسې د خپل ځان او آخرت په غم کې

زه د ناکامه تصور به لوري

ډاکټر تېره چاړه په لاس د قصابانو غوندې

او انجينير د څو سيمنټو د بوجیو غلاجن

وزير په خپله چوکۍ ناست دی اسير

وکيل بې شرمه پارلمان کې ويده

څارن خاين

والی عياش

رئيس جمهور د بل د لاس سړی

او،

زه د ناکامه تصور په لوري

بښنه غواړم زما ګران وطنه

زه کومې پايلې ته ونه رسېدم

۱۳۸۹-۵-۳۰ هرات