فرید باراني
اوبه
درته ولاړ يمه
راپورې وځه
لا خو واړه يو او په مينه دومره نه پوهېږو
له بلې خوا د محبت د سمندر اوبه لا خړې نه دي
راپورې وځه!
درته ولاړ يمه
راپورې وځه
ځه توکل په خدای کړه
سترګې دې پټې کړه
اوبه لږې دي
د لومړي ځل لپاره
د محبت په سمندر کډه شه;p
او بس تر ما پورې ځان ورسوه
زه نو تأکيد نه کوم، فکر وکړه
موزې په پښو په ويالې مه ګډېږه
د سمندر د ښار د خلکو دود له ياده مه باسه
هو!
خو يوه خبره
د محبت د سمندر اوبه لا خړې نه دي
۱۳۸-۱۱-۱ صفا راډيو جلال آباد