...

فرید باراني

غزل

دا مين زړه به خپلې مينې ته رسيږي کله؟

د زړه په دښته به د عشق باران وريږي کله؟

تا خو ويل چې په دې لاره به يو څوک تيريږي

آه! راته ووايه چې څوک دی او تيريږي کله؟

دا له غرېوه په بڼو کې پاتې شوې اوښکه

زما د ژوند په سوړ ګرېوان باندې توييږي کله!

لکه د کلي ناديده هره شېبه در ګورم

خدای خبر زما دا وږې سترګې به مړيږي کله؟