فرید باراني
نظام
د شته نظام د انتظام لپاره
په ميليونو ملايکې د فضا په غولي ودرېږي
تور قلمونه په لاس
د ورځې سپينې پاڼې خط کړي په سپين چکو لاسو
او پّ جهان توره تياره جوړه کړي
ورپسې نورې ملايکې راشي
سپين ځلېدونکي ستوري
يې په لاسو نيولي
هر يو يې خپله برخه وکړي په تورې صفحې
ورپسې بله دله راشي په اوږو يې وي بار کړې مياشته
ستړې ستومانه مياشته ونښلوي
د شنه آسمان په غولي
بيا ټولې کښيني هوسيږي د نظام د نقاشۍ لپاره
د شپې له دوولسو نه
نورې مأمورې ډلې سر ووهي
پينسل پاکونه په لاس
د تېرې ورځې د ستومانو پريښتو کښلي خطونه ورانوي په لاسو
د سپينو وړانګو د پيدا او زېږېدا لپاره
ورپسې بله ډله سر ووهي
د سپينو ستورو سپين غمي په شا کړي
بيرته يې کور ته يوسي
ورپسې نورې راشي
مياشته په شا کړي او په ځای يې کښېږدي
بيرته د تېزې تللې ورځې په شان
وړانګې راوټوکيږي
د ملايکو ولسمشره پريښته د حاضر باش پرله پسې زنګونه وټنګوي
ټولې راټولې شي د لمر په لوري وخوځيږي
د سپېڅلتوب سبحان الله غږونه
د شنه آسمان او د سپين عرش لمنې وزنګوي
ټولې راټولې شي د لمر به لوری وخوځيږي
لمر را په شا کړي
د نظام په منځنۍ نقطې يې ونښلوي
بيا لکه تللی پرون
سهار شروع شي
خلک پاڅيږي له خوبه څخه
د ځمکې سر د ګڼه ګوڼې هياهوی ونیسي
او په همدې شانط د ژوند په پاڼه وليکل شي
د ميليونو کلونو شپې او ورځې
لا هم همدا نظام چليږي
لا به وچليږي
د شته هستۍ تر ختمېدلو پورې
او د نېستۍ تر راوستلو پورې
۱۳۸۹-۱۱-۱۴ صفا راډيو، جلال آباد