فرید باراني
بېګاه په خوب کې راغلې
بېګاه په خوب کې راغلې
آغلې سترګې دې له اوښکې ډکې
د انتئار او تنهايۍ سره دې جنګ کړی ؤ
د انګو سرخي دې زنګ کړی ؤ
شپه د سپءلي د لومړنيو ورځو
خمار اخيستې وله
باران په شرنګ اورېده
او ته لنده خيشته
له زلفو دې اوبه څڅېدې
زموږ د کور د تخت په څنډه کې ولاړه ولې
زه دې په غږ بهر راووتلم
د شعر کتاب او تور قلم په لاس کې
ستا په ليدو مې کتابچه له لاسه ولوېدله
د پاڼو رنګ
زما شعرونه
زما ټلوه هستي
د تند باران د څاڅکو څاڅکو سره وښويېدل
تا ته در وړاندې شومه
ستا قيمتي اوښکې مې
د تند باران له بې ارزښته څاڅکو بېلې کړلې
لکه بېخوده لېوني مې په حيرت حيرت در وکتله
له ستړو سترګو نه مې تويې شولې ګرمې اوښکې
او له ګرېوانه مې د څو کلونو
تاو شوی دود پورته شو
درد مې له در څخه په ځمکه پرېوت
او د کلونو ناممکن هدف مې
سم مسلمان شو
ممکن په لوري وخوځېده
د يو بل اوښکې مو په خپلو لاسو پاکې کړلې
باران په شرنګ اورېده
ځان ته نږدې دې کړمه
لکه ماشومه په سلګۍ کې دې خوله خلاصه کړله
شونډې دې بوڅې شولې
او راته ودې ويل:
ته راته ډېر يادېږې
تا پسې ډېره خفه شوې ومه
۱۳۸۹-۱۱-۱۹ صفا راډيو، جلال آباد