فرید باراني
درغلم څوک يې
درغلم
څوک يې
هر دم مې
د توپاني زړه دروازه ټکوې؟
پام کوه!
دروازه خلاصه نه کړې
دلته د زړه دروازې تر شا مې
يو هيبتناکه توپان
د زړه پر غولي باندې
د دوړ دوړکې تمرينونه لري
او زما زړه
ه کدې په کار وي
نو پيدا به يې نه کړې
مات هم نه دی معلوم
د کوم توپان خړې څپې به وي ويشتلی
په ډبرينو غرونو
درغلم،
څوک يې،
چې هر دم مې،
د توپاني زړه دروازه ټکوې؟
۱۴/۱۱/۱۳۸۹ صفا راډیو، جلال اباد