...

فرید باراني

اوښکې

کله چې وڅاڅي له سترګو او سړې شي اوښکې

بيرته له سره مسلمان شم

کلمه ووايم

په لندو سترګو په دعا شم د آمسان په لوري

خدایه دا څه بلا دې ګډه کړه

د ژوند په اروا

دا انسان په لاس جوړ شوو رواجونو خو زه وخوړلم

دا رواجونه خو سم

د دېوالونو په څېر

زما په ژوند باندې راوګرځېدل

او لنه دعا نه وروسته

زړه سينې دننه تنګ پاتې شي

تاو شي را تاو شي راته وژړيږي

او له سړو اوښکو نه پس

زه د دنيا شم

ېبيعت مې دد انسان په توګه بيا ومني

او ورپسې

سره له څو ورځو چوپتيا

زړه بیا راپاڅيږي خوځښت وکړي، نوښت راولي

او يو څو ورځې مې غوږونه بيا آرام ونيسي

دا قصيده به لیکل کيږي زما زوند د ورځو شپږ په اروا

هره شېبه به مې له لرې وېروي لکه يوه توره بلا

تر څو يو ځای نشو

ونه نښلوو

د قصېدې په وروستي فصل

د امان ټکي

۱۳۸۹-۱۱-۲۰ صفا راډيو، جلال آباد