فرید باراني
هېنداره
بېګاه مې خوب ولیدو
زما د خونې د کړکۍ هېنداره ماته کړي یو څوک په تیږه
پاڅېږم منډه کړم کړکۍ په لوري
لاندې وي ستا د نور زړګی په خړو خاورو کې پروت
په سر په سترګو يې ښيښې نونتې
له سر و سترګو نه يې وينې څاڅي
زه منډه واچوم در ووځمه د تخت څنډې ته
تا په يوه سپينه جامه وپېچم دننه دې کړم
خو درېغه درېغه چې دې روح د زړه نه کډه وکړی
وروسته له څه مودې نه
سپينو جامو کې سپين سپين خلک راشي
او ستا جنازه وتړي
او ملايکې دې پاتا په آسمانو کې وکړي
بېګا مې خوب وليدو
جانان په خوب کې دغه ټوله کیسه وکړي راته
او وروسته راشي د زرګنو مينانو په څېر
زما پر قبر د ګلونو امېلونه کېږدي