...

فرید باراني

غزل

چا راته خوب کې ویل مه لیکه ډار غزلې

سرې د وحشت غزلې تورې د ښامار غزلې

د احساساتو پر لمن مې هومره اوښکې توی شوې

چې بې له ځنډه درته لیکم په وار وار غزلې

د قبر خوله مې شعرونو په کتاب وتړئ

چې مې خاورو په ځای واخلي ټول مزار غزلې

اوس مې وجود لکه وخت دا شیشه یي قبرونه

فکر مې نه لري و ښکلو ته د ښکار غزلې

د مینې باغ د عاطفو ځاله یې ونړول

خدایه ته ورکې کړې د نرخ او د بازار غزلې

راشه چې وخت مې نور له لاسه قلم واخیستلو

چې درته ولیکم په بیړه په تلوار غزلې

۴/۵/۱۳۸۹- صفا راډیو، جلال اباد