...

فرید باراني

مزاحمت

پلار مې غوسه شو چې سبق توجه نه لرم

مور مې ستګکې راته وکړې چې« کتاب راواخله »

ما پلار ته وکتله

او د کتاب پاڼې مې خلاصې کړلې

خو له سبق نه مې له ورایه دومره کرکه راتله

لکه چې څوک مقدساتو ته ښکنځلې وکړي

ما د کتاب په پاڼو

ستا له خمارو سترګو پرته بل څه ونه لیدل

په هر پاڼه کې یې سترګې اړولې راته

د پلار له ډاره مې څو ځلې سترګې وشړلې

سترګې ونه خوځېدې

نور مې کتاب وتاړه

مور ته مې پټ په غوږ کې وویله :

« همسایه لور به سبا پوهه کړې

چې زما د درس مزاحمت ونه کړي »

۱۸/تله/۱۳۸۹- صفا راډیو، جلال اباد