فرید باراني
هر کس دعوا کند
( د دې شعر په لیندۍ کې راغلې برخه د ښاغلي عبدالغفور لېوال له یو شعر څخه اخیستل شوې ده )
ما ته مې بیا
زما او ستا د ماشومتوب خوږې شېبې یادې شوې
ورځ به مو ټوله د خټینو دېوالو په جوړېدو تېره کړه
ټول ماشومان یوې خوا ته
ما او تا بلې خوا ته
د خټو کور به مو جوړ
او بیا به مو بېرته وران کړ
هر غرمه به دې زموږ په کور وه
او زما مور به غرمې د سرې ګرمۍ له وجې
ته کور ته نه پرېښودې
زه او ته دواړه څنګ تر څنګ ويدېدو
لکه دوې ښکلې مقدسې اسماني پرښتې
دواړو به دا ویل :
« چې موږ د بیلې نړۍ بیل خلک یو.»
خو خدای خبر چې
کوم تعبیر یې و په خوب پرېوتی
ماته مې بیا
زما او ستا ماشومتوب خوږې شېبې یادېږي
کتابونو بکس تر ملا
هم مو «الف» او «ب» او «ت» زده کول
او کله کله به مو «یو» او «دوه » او «درې » زده کول
( نړۍ د زرو سکو په ټولولو باندې بوخته وله )
خو ما او تا په خپل روح کې پرېښتو روزلو
زموږ همزولو ماشومانو به جنجال تر مور او پلار رساوه
خو ما او تا له ډېر ګرانښته یوه ورځ هم چېرې جنګ ونه کړ
په ساتېري کې به مو خاورې هم په ناز پاشلې
کال چې به نوی شولو
مکتب به بیا د ماشومانو شور په سر واخیسته
او معلمانو به بیا نوي کتابونه کتابچې وېشلې
کور ته چې رابه غللو
نو تا به خپل د کتابونو کتابچو په لومړنۍ صفحه کې ولیکله
«این کتاب از خود څانګه جان میباشد
هر کس دعوا کند
دعوای ان باطل می ګردد »
۸/ تله/ ۱۳۹۰ - کامه ولسوالي، ننګرهار