...

فرید باراني

کتیبه

او ته چې لاړې رانه

زما په زړه کې ورېځو غرونه جوړ کړل

کلکې

ډبرینې

تورې

تږې ورېځې

هغه ورېځې چې د ساه هره شېبه یې سړی مرګ ته بیایي

د سړي نیم عمر په ځمکه ولي

‍ هغه بې باکه ورېځې

زما د زړه په وچه دښته کې خورې ورې شوې

او زما ذهن هم ټنونه چوپتیا

زما ناکامۍ ته په سوغات کې ورکړه

د مینې پایله ستا د پښو د اوازونو په چوپتیا ختمه شوه

او زه مې خپل د زړه درنو ورېځو ته پاتې شومه

ما خو چې بې له تا به ژوندون نه تېرېږي

خو زه تر اوسه لا ژوندی پاتې یم

تر مازدیګره وظیفه کې بند یم

مازدیګر ستړی او هلاک خپلې کوټې ته راځم

د دې ناکامه ژوند له لاسه ځای کې اوږد غځېږم

رواني ستونزو کې راګېر

رواني فکر

رواني خیالات

هسې د ژوند ټیک او ټاک په دایره ویده یم

او د والعصر کلمه مې تر پښو لاندې ده

او د جمعې د ورځې پیل تر ماښامه پورې

خپل د غوښتنو پیغمبر لره دعاوې کوم

د قبر څنګ ته یې ولاړ یمه او شناخته یې په لاس کې نیسم

او د خپل زړه د ارمانونو کتیبه لولمه

زموږ د ښار ډبرلیکونکي څومره ښه لیکلي

«د کوم شهید زړه ارمانونه

په هم دې سنه کې

د عالي دود له برکته

تورو خاورو لره وسپارل شول »

۸/ تله/ ۱۳۹۰ - کامه ولسوالۍ، ننګرهار