فرید باراني
د مینتوب اروا
مینه دې سم د شیرینۍ او د فرهاد کیسه شوه
ورځ چې له خوبه پاڅي
زما د ذهن د کاري مهال وېش
په لومړي سر کې ستا نوم لیکلی
مینه دې سم د شیرینۍ او د فرهاد کیسه شوه
اه،
بیا مسافره شوه د دود د وره تر شا زړه شوه
په نیمه شپه کې چې اروا د طبیعت ویده شي
د مین زړه او ذهن
د تنهایي له ګڼې ګوڼې نه په خپل قسمت راوګرځېږي
خوب د اروا د تعادل پسته لمنه وخوري
او توره شپه لکه زندان تېره شي
ما کله هم دا فکر نه و کړی
چې او ما او تا به د یو بل د مینتوب د اروا
په لېونۍ دښته کې دومره ورک شو
چې انسانان مو له مداره له ژوندون وباسي
ما کله هم دا فکر نه وکړی
مینه دې سم د شیرنۍ او د فرهاد کیسه شوه
۲۲/ تله/ ۱۳۹۰ - جلال اباد