...

فرید باراني

د خوشبینۍ تلوسې

اه،

که انسان پوهېده

چې انسانانو بدبیني په نقابو پوښلې

او د بندیز د مجبوري لپاره

د تفاوت په پرتله خپل امېدو ته رسي

نو ته به هم پوهېدې

چې ستا خلیل

ستا د سپېڅلې نالیدلې خولګۍ

د مرغلرو په لښکر مین و

زه مې د خپلو خوشبینۍ تلوسو

تاته ساده ښکاره کړم

زه ستا له فکره زېږېدلی نه وم

زه خو ستا هیڅ نه کېدم

ما پېژندلې

خو تا نه پېژندم

ما ملامت مه ګڼه

مامې د خپل زړه سپېڅلتیا ځوروي

زه مې د خپلې خوشبینۍ له لاسه

دلته راورسېدم

ما ملامت مه ګڼه ما هم نقاب واغوستو

ستا د بندیز د مجبورۍ لپاره

تر څو مې خپل د تفاوت ستړو خوبونو لره ورسېږم

ستا د احساس د مرغلرو لښکر

زما زړګي ته د تسکین دوا ده

ستا د شناخت حادثه

په لپو لپو ارزښتونه لري

ته به هیڅ نه خبرېږې

خو زه تر ساه او تر ژوندونه

دا ستا دوستي په نقابو کې ساتم

۱۷/ ۷ ۱۳۹۰ - جلال اباد