فرید باراني
پرون ماښام
ته او ستا خدای دواړه له ما خپه دي
ما مې وعدې د راتلو ماتې کړلې
مګر ګناه مې نه وه
د سرای له خولې نه تر کوڅې پورې راووتلم
د همسایه واړه ماشوم له ډېرې لوږې نه سلګۍ وهلې
او مور یې خپله حوصله ورته په دېګ کې لړه
زه مې په نه راتللو
له خدای او ستا نه بښنه غواړم
۱۷/ ۷/ ۱۳۹۰ جلال اباد