فرید باراني
انتقام
دا کوم واټن چې زما او ستا تر مینځ دی
دا به زموږ د جدایۍ د غم لړلو شېبو
ټوله ګناه په خپله غاړه اخلي
یا به زموږ د سرابي خیالونو
وران شیش محل په حقیقت بدلوي
او که یې دا ونه کړل
ستا دې په یاد وي د قیامت په ورځ به
زه او ته دواړه لاس په لاس د دغې ځمکې د واټن نه انتقام اخلو
۱۵/ ۵/ ۱۳۸۹ - لوګر، زرغون ښار