فرید باراني
د خاطراتو هدیره
( د ګل رحمان رحماني هديرې نومي شعر ته!)
له هدیرې نه راغلې
خاطرې پاکې شولې
او د انسان دغې دویمې څېرې
زما او ستا سره
ګڼ شمېر انسانان وځورول
انسان انسان دی
خو نا اهله انسان
ستا د ټولنې د ماحول اضافه شیطان دی
چې ستا ټولنه یې په عامه اصطلاح کې « منافق » بولي
او د حالاتو دا کرکجنې او مکارې سترګې
اوس خمې شوې د سرکوزي په څېر
لارې ته نه شي کتی
او ستا د زړه ماتېدل
ستا د ټولنې ماتېدل دي ګرانه
نه، ته یوازې نه یې
ته به د ژوند تر لا مکانه پورې
د یو ثابت وزن په څېر له ځایه و نه ښورې
دا کوچني ستړي بادونه
دا ستا قامت را کږولی نه شي
او ستا په ذات کې به تغییر نه راځي
او د خپل مرګ نه وروسته
کنځلې پرېږده لا خو
د دې کرکجنو بې ایمانه سترګو
د کاږه ليد په اړه غم مه کوه
د ارواښاد شاعر دا شعر دې اورېدلی نه دی؟
«مرد نمیرد به مرګ مرګ ازو نام جست
نام چو جاوید شد مردنش اسان کجاست»