فرید باراني
تازه خبر
دا دي په دې ستړي وطن کې
یو ځلې بیا ستړی سهار پیل شو
بس خدای ته پته ده چې نه به په تازه خبر کې
څو پنځوس مړي په سړک پراته وي؟
د چا به سر پرې کېږي؟
په کوم مالت کې به په ډاګه
کوم ښوونځی وسوځي؟
څو ويشت کسان
ملي اردو، ملي پولیس او سرحدي پولیس په ساه ورکوي؟
بیا به په کومه سرحدي والسوالۍ باندې حملې کېږي؟
او څومره عام کسان به
د امریکا او د ناټو په بمباریو کې مري؟
بس خدای ته پته ده چې نن به
د تېرو ورځو سهارونو په څېر
بیا د هېواد د غه ۲۸ مېلوني نفوس
ستړی سهار پیلوي
په مېلونونه به نازړه ښار او بازار ته وځي
نیم زړه د ځان په غم کې
نیم د وړې لورکۍ په غم کې سوځي
چې له مکتب څخه به کور ته رارسیږي که نه؟
د ناهیلیو فضا
زموږ د هیلو خلا
او د ژوندون د مایوسۍ دا ناارامه بهیر
مامې د خپلو احساساتو ستړي مرګ ته بیایي
نشته د زیري خبر
د آبادۍ د خبر څرک نه لګي
امن امنیت د همسایه د ښو اخلاقو او حقوقو ښکار دي
دلته تازه خبر د تېرې ورځې
کټ مټ هماغه تکراري خبر دی
وژنه
مړینه
سوځول د مکتب
په بې نظيره ودانیو باندې
ترورېستي اعمال
د ( آی آیس آی ) په شوم هدف کې د غوږونو پرې کېدل
د جینکیانو په مخونو تېزابو پاشل
موږ ټول د درد په خمیره کې اخته شوي خلک
په تور تندي مو د خوښیو نښانې نشته دي
په دې وطن کې د خوښیو خبر
تورو پلیدو منافقو څېرو
تر ستوني کلک نیولی
او اوس یې ساه ورکړې
زه نور تازه خبرونه نه نشروم
۲۱/ ۴/ ۱۳۹۰/- صفا راډیو جلال اباد